د کندز امنیې قوماندانۍ تخنیکي ورکشاپ په شپږو میاشتو کې سلګونه وسایط ترمیم کړي
د کندز ولایت امنیې قوماندانۍ د تخنیکي چارو آمریت اړوند تخنیکي ورکشاپ مسلکي کارکوونکو په تېرو شپږو میاشتو کې د دغې قوماندانۍ اړوند سلګونه عرادې ډول ډول لوی او واړه وسایط، چې پهکې رینجرې، هاموي ټانګونه، کرولا، انټرنشنل موټرونه او یوه عراده کرېن شامل دي، ترمیم او بېرته یې اړوندو برخو ته د ګټې اخیستنې لپاره سپارلي دي. د یاد ورکشاپ کارکوونکي اوس هم د پاتې تخنیکي ستونزو لرونکو وسایطو پر ترمیم بوخت دي.