د کمال خان بند ساتنې په موخه ۲۵۰ تنه منسوبین له نظامي او مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول.

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۹ - ۱۲:۵۹
adsfsfd

د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت د کمال خان بند محافظتي قطعې قوماندانۍ له قرارګاه څخه ۲۵۰ تنه مجاهدین د کمال خان  بند د ساتنې او څارنې په موخه نظامي او مسلکي زده کړې بشپړې کړې او د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.
غونډې ته د نیمروز والي شیخ محمد قاسم وینا وکړه او وې ویل چې د کمال خان بند له سرته رسېدو وروسته به د نیمروز ځمکې خړوب او ځایي ولسونه به د اوبو د نه شتون له ستونزو خلاص شي.