د کابل ښار د دشت برچي پر سل بستریز ملي روغتون د ترهګریز برید د شنډولو په‌ موخه جدي هڅې روانې دي

hakimi-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۲/۲۳ - ۱۴:۳۱
1

نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې درې وسله‌والو ترهګرو د کابل ښار د ۱۳مې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې د دشت برچي پر ۱۰۰ بستریز ملي روغتون، چې کابل ښاریانو ته یې روغتیايي خدمات وړاندې کول، ترورېستي برید ترسره کړ.
د برید په لومړیو شېبو کې د ملي پولیسو ځانګړي ځواکونه د پېښې سیمې ته ورسېدل، سیمه یې کلابنده کړه او د خلکو د ژغورنې او چاڼیز عملیات یې پيل کړل.
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو تر دې مهاله د یاد روغتون لومړی پوړ چاڼ کړی، یو بریدګر یې له منځه وړی او په سیمه کې يې چاڼیز عملیات لا هم دوام لري.
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو تر اوسه د دشت برچي روغتون د روغتیايي کارکوونکو او ناروغانو په ګډون چې په‌دې روغتون کې بند پاتې وو، ۸۰ ملکیان ژغورلي دي.
په ډېرې خواشینۍ سره چې په‌دې غمجنه پېښه کې څلور ملکي وګړي شهیدان شوي او د ماشومان په ګډون پینځه نور ټپیان دي.
کورنیو چارو وزارت د دې بشر ضد جنایت د غندلو برسېره؛ د بشر حقونو له نړیوالو بنسټونو هم غوښتنه کوي، څو دا جنایت په جدي توګه وڅاري.