د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د غلو وسله واله او مسلکي ډله ونیول شوه

د پغمان ولسوالۍ امنیه قومندانۍ منسوبینو د غلو پنځه کسېزه ډله چې په یاده ولسوالۍ کې یې وسله والې غلاوې کولې له څو ورځو څار وروسته له یو کوره د غلا په مهال نیولي دي.
پولیسو له یادو غلو یو لیپټاپ کمپیوټر دوه ځېرک مبایلونه، شپږ ساده مبایلونه او یو ټلويزون هم ترلاسه کړی دی.