د کابل نوی امنیه قومندان د یادې قومندانۍ منسوبینو ته ور وپېژندل شو
د کابل ولایت نوی امنیه قومندان مل پاسوال امان الله واحدي نن د ستر امنیتي معین له لوري د یادې قومندانۍ منسوبینو ته ور معرفي او په دنده یې پيل وکړ.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع د کابل د مخکني امنیه قومندان لوی پاسوال محمد روشندل کار او زیار هم د ستاینې او مننې وړ یاد کړ او مل پاسوال امان الله واحدي ته یې په چارو کې د بریا هیله وکړه.
په پای کې د کابل نوي امنیه قومندان د کورنیو چارو وزارت مشرتابه ته ډاډ ورکړ، چې د کابل امنیت ساتنې په برخه کې به له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.