د کابل لپاره د نشه يي توکو عمده برابرونکی ونیول شو.

تېره شپه د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ د لسمې حوزې منسوبینو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د کابل ولایت لپاره د نشه يي توکو اصلي برابرونکی نیولی دی.
نیول شوی کس میراجان نومېږي او د کابل ولایت لپاره د نشه يي توکو لومړۍ درجه برابرونکی او قاچاقبر و.
دا پداسې حال کې ده، چې درې ورځې دمخه کابل کې د نشه يي توکو دوه عمده پلورونکي د پولیسو لخوا نیول شوي دي.