د کابل د ملي پولیسو د ښوونیز مرکز د ظرفیت لوړونې له روزنیزې برنامې څخه نږدې ۴۰۰ تنه افسران او ساتنمنان فارغ شول

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۳۰ - ۱۴:۲۲
i

د کابل د ملي پولیسو د ښوونیز مرکز د ظرفیت لوړونې له روزنیزې برنامې څخه نن ۳۸۵ تنه افسران او ساتنمنان چې ۱۶ تنه یې ښځینه تشکیلوي، فارغ شول.

په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او پرسونل معین، د ښوونې او روزنې عمومي قومندان، د شهید سترپاسوال عبدالرازق د پولیسو اکاډمي قومندان، د کابل پولیسو د ښوونیز مرکز قومندان او د یاد مرکز ښوونکو ګډون کړی و.

د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او پرسونل معین لوی پاسوال محمد انور بريپال د دې برنامې فارغینو ته د مبارکۍ تر څنګ وویل، ښوونه او روزنه د یوه نظامي منسوب په ژوند کې له ځانګړي ځایه برخمنه ده او د یوه پولیس منسوب وسله ده، د ښوونې په ډګر کې د یوه نظامي منډه ترړه د جګړې په ډګر کې د ده د ژغورنې لامل کېږي.

د ښوونې او پرسونل معین زیاته کړه، چې تاسو په قطعو او جزوتامونو کې د عسکري ډسپلین په رعایت سره دا ښيئ، چې یو روزل شوی منسوب یئ او له تاسو څخه هیله کېږي څو خلکو ته د چوپړتیاو د وړاندې کولو او د قانون د تطبیق په برخو کې له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړئ.

یاده غونډه د ملي پولیسو منسوبینو د ورزشي او رزمي نندارو په ترسره کولو سره پای ته ورسېده.