د کابل د شرطې له روزنیز مرکز څخه ۳۲۵ تنه ساتنمنان فارغ شول

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۲۲
sdafsaf

د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او روزنې لویې قوماندانۍ اړوند د کابل د شرطې روزنیز مرکز څخه ۳۲۵ تنه ساتنمنان د عقیدوي، مسلکي او نظامي زده‌کړو د دوه میاشتني پروګرام تر بشپړولو وروسته فارغ شول. په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت اداري معین مولوي عبدالجبار، د ښوونې او روزنې لوی قوماندان الحاج قاري روح‌الله عبیده او یو شمېر نورو مسئولینو ګډون کړی و. ویناوالو فارغانو ته مبارکي وویله او د خپلو مسئولیتونو په سمه ترسره کولو، د اسلامي ارزښتونو او نافذه قوانینو په رعایت او د مسلکي مهارتونو په عملي کولو یې ټینګار وکړ.

مسئولینو له فارغ شویو ساتنمنانو وغوښتل چې د امنیتي پوستو او تلاشي‌ځایونو اصول مراعات کړي، له خلکو سره د ترحم او ښه چلند له مخې تعامل وکړي، د هېوادوالو حقونو ته درناوی ولري او خپلې دندې په اخلاص، صداقت او مېړانې ترسره کړي. غونډه فارغ شویو منسوبینو ته د ستاینلیکونو په وېش او دعائیې سره پای ته ورسېده.