د کابل امنیت د عمل پلان د جوړولو په پار درې ورځنی سیمینار پيل شو
کابل ښار کې د غوره امنیت ساتنې او له جنايي جرمونو سره د مبارزې په موخه څو کمېټو چې له اړونده بنسټونو څخه تشکیل شوې، نن په کورنیو چارو وزارت کې "د کابل ښار د امنیت د عمل پلان" د ترتیب په پار خپل کار پيل کړ.
په دې درې ورځني سیمینار کې اوه کمېټې موظف شوې، چې پر مشخصو طرحو کار وکړي او د هرې ورځې په پای کې خپل راپور د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ته وړاندې کړي.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع چې د دې کمېټو مشري کوي، ویې ویل چې هڅو کوو، څو د کابل ښار د امنیت ساتنې عمل پلان ژر تر ژره وروستی او د پلي کولو لپاره یې ګام پورته کړو.
ستر امنیتي معین یادو کمېټو ته په ټینګار سره سپارښتنه وکړه، څو په یاد شوي پلان کې اوسنی وضعیت وارزوي، د ننګونو او اړتیاو ټولې برخې یې په نظر کې ونیسي او له مخې یې خپلې طرحې جوړې کړي.
د دې پلان کار د هېواد د جمهور رییس د لارښوونې له مخې د کابل ښار د غوره امنیت ساتنې لپاره تر لاس لاندې نیول شوی دی.
موظفو کمېټو کې د کابل ښاروالۍ، ترافیک ریاست، ترانسپورټ ریاست، د کابل حج او اوقاف، څارنوالۍ او د ولسي پولیسو با صلاحیته استازي او همدارنګه د کابل مرستیال والي، د کابل امنیه قوماندان، د کابل امنیت رییس، د ملي اردو د ۱۱۱ فرقې قوماندان او د کورنیو چارو وزارت ځینې رییسان شامل دي.
له واټونو او پلي لارو د موانعو لرې کول، د کابل ولسوالیو امنیت ساتنه او همداراز د کابل او ګاونډیو ولایتونو تر منځ د لویو لارو امنیت ساتنه د دې پلان له موخو څخه دي.