د کابل امنیتي ټیم ګډه غونډه ترسره شوه

د کابل امنیتي ټیم ګډه غونډه کې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین، د کابل امنیت رییس، د کابل امنیه قوماندان او د ۱۱۱ فرقې قوماندان حضور درلود.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع د کابل ښار امنیت د ټینګښت په موخه د کابل ولایت د ولسوالیو د امنیتي پوستو د نوې طرحې په اړه څرګندونې وکړې او ویې ویل، چې د مرکز د ډاډمن امنیت د ټینګښت په برخه کې باید د کابل ولسوالیو امنیتي پوستې په کمي او کیفي لحاظ لا تقویت شي.
سترپاسوال عبدالصبور قانع د خپلو خبرو په لړ کې زیاته کړه، چې د کابل ولسوالیو د امنیتي پوستو نوې طرحه به له موږ سره مرسته وکړي، څو پر شته امنیتي ستونزو ژر لاس بري شو او د خلکو له غوښتنې سره باید سم لازم امنیتي تدابیر ونیسو.
ښاغلي قانع له ګاونډ ولایتونو سره د کابل لویې لارې د امنیتي ننګونو د حل په تړاو هم ځينې لارښوونې وکړې او په دې اړه د ګډ امنیتي ټيم له لوري لازم تصامیم ونیول شول، چې جوړ شوی پلان به یې د شنبې ورځې له پيله تطبیق شي.