د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي له نړیوالې ورځې لمانځنه وشوه

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۴ - ۱۵:۱۰
o

نن د نومبر ۲۵مه ده او دا ورځ د ښځو په وړاندې له تاوتریخوالي سره د مخنیوي له نړیوالې ورځې سره سمون لري‌‌.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه نن د کورنیو چارو وزارت په تالار کې جوړه شوې وه، پکې د کورنیو چارو وزارت د مقام دفتر عمومي رییس، د بشر حقونو، ښځو چارو او ماشومانو رییس او نږدې ۲۰۰ تنه ښځینه پولیسو ګډون کړی و.

په سر کې د کورنیو چارو وزارت د مقام دفتر عمومي رییس مل پاسوال فخرالدین کمال په یاد وزارت کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په برخه کې اخیستل شوي ګامونه وستایل خو ویې ویل چې لاهم د قناعت وړ ندي او د ښځو په وړاندې له تاوتریخوالي سره مبارزه د کورنیو چارو وزارت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري.

همداراز د کورنیو چارو وزارت عقیدتي او فرهنګي سلاکار سید محمد حسین حسیني د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی او تبعیض د اسلام مبین دین د ارزښتونو مخالف یاد کړ او ټینګار یې وکړ چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ښځه محترمه ګڼله.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند مرستیالې آغلې مروه امیني ښځې اتلې وبللې او زیاته یې کړه، چې کورنیو چارو وزارت کې د ښځینه پوړ زیاتوالی له جنسیتي تبعیض سره د یاد وزارت ښکاره مبارزه ښيي.

آغلې امیني همداراز وویل، چې ښځې محترمې دي او د دوی په منځ کې تر ټولو زیاتې هغوی د درناوي وړ دي، چې د خپلو ملي پولیسو وروڼو تر څنګ د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي.