د ښوونې او روزنې لویې قوماندانۍ په انګړ کې ۶۰ امنیتي کمرې نصب او فعالې شوې
د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او روزنې لویې قوماندانۍ په انګړ کې د نظم او امنیت د لا ټینګښت په موخه ۶۰ امنیتي کمرې نصب او فعالې شوې.
د دغو کمرونو د فعالولو په مراسمو کې د ښوونې او روزنې لوی قوماندان، الحاج قاري روحالله عبیده، د مخابرې او ټکنالوژۍ لوی ریاست نظامي مرستیال، انجنیر عزیزالرحمن او یو شمېر مسؤلینو او منسوبینو ګډون کړی و.
د ښوونې او روزنې لوی قوماندان د امنیتي کمرونو فعالول د نظم او امنیت د ټینګښت لپاره مهم ګام وباله او د یادو تجهیزاتو پر ساتنې او دوامدارې څارنې یې ټینګار وکړ.
همداراز، د مخابرې او ټکنالوژۍ لوی ریاست نظامي مرستیال د امنیتي کمرو په وسیله د امنیت ټینګښت او امنیتي پېښو مخنیوی مهم وباله او ویې ویل، چې په هېواد کې د امنیت د لا ښه مدیریت په موخه د دغو تجهیزاتو د نصب لړۍ دوام لري.