د څيړنو پايلې

څه موده وړاندې د ننګرهار د ښیوې ولسوالۍ اړوند سیمه کې د عزيزالرحمن د زيارت ګل زوی مړ جسد پيدا شو چې زیارت ګل د ښیوې ولسوالۍ په امنیه قومندانۍ کې د ښیوې ولسوالۍ په اوسیدونکو هر یو رحمت الله عبدالمجید او فیض الله باندې عارض شو.
د ښیوې ولسوالۍ امنیه قومندانۍ درې واړه بندیان او تر پلټنې لاندې ونیول ،چې له بده مرغه د امنیتي چارواکو د تحقیقاتو په ترڅ کې د دریواړو تورنو له منځه عبدالمجید نومی تورن تر شکنجې لاندې ساورکړه.
د کورنیو چارو وزارت مشرتابه ياده پيښه تر جدي پاملرنې لاندې ونیوله او په پیښه کې ښکیل د ولسوالۍ امنیه قومندان او آمر جنايي په ګډون یې اوه کسان تر توقیف لاندې ونیول.
د عبدالمجید نومي د وژنې قضيه محکمې ته سپارل شوې.
د ننګرهار امنيه قومندان د وژل شوي کورنۍ ته ورغلی او د خواخوږۍ ترڅنګ یې ژمنه کړې چې په مجرمینو به شرعي حکم تطبیقیږي.