د څلورو ولایتونو څخه؛ ۱۷ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول شوي.

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۹ - ۱۱:۹
ASaSd

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، ۱۷ تنه د قاچاق، غلا او نامشروع اړیکو په تور د نیمروز، بامیان، کنړ او غزني ولایتونو څخه نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو له ډلې، پولیسو ۱۲ تنه د انسان د قاچاق په تړاو په نیمروز ولایت کې، یو تن د قیمتي ډبرو د قاچاق په تور په کنړ کې، درې تنه د دوکان د اجناسو د غلا په شک په بامیان کې، او یو بل کس د نامشروع اړیکو په تور د غزني ولایت له اړوندو سیمو نیولی دی.