د څارنې او ارزونې ریاست روزنیز سیمینار د ستاینلیکونو په ورکړې پای ته ورسېد

د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتېژۍ معینیت د څارنې او ارزونې عمومي ریاست له لوري د روزنیز سیمینار وروستۍ غونډه د زمري په ۱۵مه ترسره شوه. غونډه د قرآن کریم په تلاوت پیل او د معینیت د دفتر رئیس مولوي عبدالقدوس عرفاني په وینا پرانیستل شوه. د څارنې او ارزونې عمومي رئیس مولوي عبدالولي صدیقي ټینګار وکړ چې د څارنې پلاوي د ټول وزارت استازیتوب کوي او پرسونل باید په سیرت او هم په صورت برابر وي. د شننې او ارزونې رئیس مولوي سیدرحیم حقاني له پرسونله د نظامي یونیفورم پر مراعت او له ملکي کارکوونکو د دود مطابق د لباس اغوستو غوښتنه وکړه. غونډه د مولوي صبغتالله اظهري په دعا پای ته ورسېده او ګډونوالو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.