د پکتیکا پولیسو یوه اندازه وسلې او مهمات نیولي چې، له ګاونډي هېواد پاکستان څخه افغانستان ته راوړل کېدې.

په نیول شویو وسلو کې، ۱۶ میله کلاشینکوفونه، ۵ میله ام فور ټوپک، ۱۶ میله تفنګچې، ۴۵۰۰ فیره د تفنګچې مرمۍ، ۴۸ دانې خپ کنونه، ۶۰۰۰ دانې برقي پټاقۍ، دوه عرادې موټرسیکلونه او یو شمیر نور نظامي توکي کشف او ضبط کړي.
د پېښې عاملین د فرضي کرښې هغه خوا په تېښته بریالي شوي خو د پولیسو هڅې یې د نیولو په موخه روانې دي.