د پکتیکا په سروبي کې ۱۲ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

hakimi-moi
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۸ - ۱۸:۵
1

تېره شپه د پکتیکا ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او ترهګرو طالبانو تر منځ نښته کې اته ترهګر وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. 
یاد ترهګر هغه مهال د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري په نښه شول چې غوښتل یې په سروبي ولسوالۍ کې ترورېستي تحرکات ترسره کړي. 
د دوه ترهګرو جسدونه، یو عراده موټرسایکل او دوه میله کلاشینکوفونه د جګړې په ډګر کې پاتې شوي دي.