د پکتیکا ولایت د شخېلآباد ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ د تروریزم پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو
د پکتیکا ولایت د شخېلآباد ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ د تروریزم پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو د کشفي عملیاتو پر مهال، ۸ تنه د ځمکې لاندې خزانو او قیمتي فلزاتو د موندلو لپاره له ځانګړو وسایلو څخه د استفادې په تړاو ونیول. همدارنګه، د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو، په جلا اقداماتو کې، ۴ تنه د موبایلونو او موټر سائیکلونو د غلا په تړاو په نیمروز ولایت کې او ۲ تنه نور د درې میلیونه پاکستانیو کلدارو د غلا په تړاو په هلمند ولایت کې نیولي دي.