د پکتیا امنیه قومندانۍ د مخدره موادو پر ضد د مبارزې مدیریت د دقیقو راپورونو په اساس ۱۷۳۰ کېلو ګرامه چرس او ۱۰۵۰ کېلو ګرامه بنګ دانې نیول شوې دي.

farhadi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۷/۱۱/۱۰ - ۹:۱۲
moi

د روان لمریز کال سلواغې میاشتې په ۹ مه نېټه؛ د پکتیا امنیه قومندانۍ د مخدره موادو پر ضد د مبارزې مدیریت لخوا د سیدکرم ولسوالۍ اړوند نګرام په سیمه کې ۱۷۳۰ کېلو ګرامه چرس او ۱۰۵۰ کېلوګرامه بنګ دانې نیول شوې دي.

د پکتیا امنیه قومندان مل پاسوال راز محمد مندوزي وویل چې یاد نشه یي توکي په یوه خالي قلعه کې ځای پر ځای شوي او دوی د راپورونو په اساس کشف کړي دي، چې په تړاو یې لا څوک نیول شوي نه دي.