د پولیسو ۴۳۷۲ تنه منسوبین چې له ځینو کسانو سره خدمتي وو، خپلو اصلي دندو ته وګرځېدل

hakimi-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۸ - ۱۶:۲۳
۱

پنجشنبه ۱۸ مرغومی ۱۳۹۹
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع د هېواد د ولایتونو له امنیه قوماندانانو سره د یوې ویډیويي غونډې په ترڅ کې د خدمتي منسوبینو پر غونډولو یو ځل بیا ټینګار وکړ او ویې ویل، چې خدمتي منسوبین باید خپلو اصلي دندو ته ور وګرځول شي او له دوی څخه دې د عامه نظم او د قانون د تنفیذ په برخو کې ګټه واخیستل شي. 
سترپاسوال عبدالصبور قانع د خدمتي منسوبینو د غونډولو لړۍ ۷۸ سلنه بشپړه یاده کړ او څرګنده یې کړه چې د پولیسو ۴۳۷۲ تنه منسوبین چې له ځینو کسانو سره خدمتي وو، خپلو اصلي دندو ته سوق شوي او ۱۰۶۹ تنه یې بیا خپلو دندو ته د نه حاضرېدو له امله منفک شوي دي.
ښاغلي قانع د یادې غونډې په لړ کې د لویو لارو پر مسیر باج اخیستنه یوه لویه ننګونه یاده کړه او زیاته یې کړه چې د لویو لارو قوماندانان باید خپلو چارو ته پوره پام وکړي؛ ګڼې د ناغېړي په صورت کې به له خپلو دندو ګوښه او قضايي بنسټونو ته به ور وپېژندل شي.