د پولیسو ځواکونو؛ ۱۲ تنه په څلورو ولایتونو کې نیولي

د پولیسو ځواکونو، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې، ۱۲ تنه د غلا او قماربازۍ په تړاو په کابل، کاپیسا، بلخ او هرات ولایتونو کې نیولي
له دې ډلې، دری تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو د کابل ولایت په پغمان ولسوالی کې ، دری تنه د هیواد والو د ټیلفونونو د غلا په تړاو په کاپیسا کې، ۵ تنه د قماربازۍ په تړاو په بلخ کې او یو بل تن د غلا په تړاو د هرات ولایت په اړونده سیمو کې نیول شوی.