د پولیسو ځانګړو ځواکونو اته تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو ونیول.

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۳ - ۱۳:۱۲
ب

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې اته تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
یاد کسان له بلخ، ننګرهار او کندهار ولایتونو څخه تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
نیول شویو کسانو له ترهګرو طالبانو سره د وسلو او مهماتو په برابرولو او ترهګریزو پېښو کې لاس درلود.
له یادو کسانو څخه دوه میله کلاشینکوفونه، یو میل تفنګچه، جعلي تذکرې، پېژندکارتونه او پاسپورټونه، نهه سیټه موبایلونه او یو شمېر مهمات د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.