د پولیسو نږدې ۶۰۰ افسرانو د پولیسو له اکاډمۍ څخه د لېسانس او فوق لېسانس د فراغت سندونه ترلاسه کړل

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۸ - ۱۴:۱۲
6

د شهید سترپاسوال عبدالرازق له اکاډمۍ څخه نن پنجشنبه د پولیسو ۳۷۱ افسرانو د جنایي، لوژېستیک، سرحدي، مخابرې او امني پوهنځیو کې د څلور کلنې زده کړې وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل. 
همداراز؛ د پولیسو ۲۱۴ تنه نورو افسرانو هم د مالي مدیریت، حقوقو او پرمختللو نظامي زده کړو په پوهنځیو کې د مافوق لېسانس سندونه ترلاسه کړل.
د هېواد د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د یادو افسرانو د فراغتغونډې په مراسمو کې دوی ته د مبارکۍ تر څنګ وویل، چې اوس د دې وخت رارسېدلی چې له خپلو ښوونو او تخصص څخه د امنیت د ټینګښت او د قانون د تنفیذ په برخو کې ګټنه وکړئ.
بلخوا؛ د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع هم یادونه وکړه، چې هغه افسرانو چې د فراغت سندونه ترلاسه کړي، دوی د تېرو څلورو کلونو په لړ کې مسلکي نظامي زده کړې ترلاسه کړې او له اړونده پوهنځیو سره سم به یې په کابل او ولایتونو کې په دندو وګومارل شي.
ورپسې د ښوونې او پرسونل معین لوی پاسوال محمد انور بریپال هم د پولیسو اکاډمي پر مخینې خبرې وکړې او ویې ویل، چې د پولیسو اکاډمي یو ښوونیز بنسټ دی چې د پولیسو منسوبینو له پاره یې د ماسټرۍ تر کچې د تحصیل زمینه برابره کړې او د هېواد غوره ځوانان جذبوي، څو د عامه امن او نظم د ټینګښت، له ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع او د قانون د تنفیذ په برخو کې ترې ګټنه وکړي.
علاالدین فهم چې د فارغ شویو افسرانو له ډلې و، د دې مراسمو په ترڅ کې یې وویل چې نوموړي او همسنګرانو یې دا سپېځلې لاره خلکو ته د روحي او رواني امنیت او د قانون د تنفیذ په پار په پوره ژمنتیا سره خوښه کړې ده.