د پولیسو تر څار لاندې مجرمینو درې کسیزه ډله ونیول شوه

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۶ - ۱۳:۱۵
6

د کابل ولایت د ګډو ځواکونو قوماندانۍ منسوبینو د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې په اړوند "کارته‌نو تپه" سیمه کې ځینې هدفمند اوپراتیفي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د پولیسو تر څار لاندې غلو درې کسیزه ډله نیولې ده.
یادو کسانو د کابل ښار په ځینو سیمو کې په بېلابېلو جرمي قضیو په ځانګړې توګه قتل، انسان تښتونې او وسله والو غلاو کې لاس درلود.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.