د پولیسو اکاډمۍ لوېې قوماندانۍ خبرتیا

moi-af

د پولیسو اکاډمې لویه قومانداني په پام کې لري تر څو د ظرفیتونو په پام کې نیولو سره، د پولیسو یو شمیر افسران او ساتنمنان د خدمت دننه (شپني)  لیسانس برنامې اړونده پوهنځیو لپاره په مرکز او ولایتي ډيپارټمنټونو ته د کورنیو چارو وزارت محترم مقام لخوا د نوي منظور شوې لایحې سره سم د لاندې شرطونو په لرلو سره د زده کړیالانو په توګه ومني:
۱. د بکلوریا سند ( شهادتنامه) او یا د هغه معادل د دیني مدرسي تعلیمي سند چې د پوهنې محترم وزارت لخوا تائید شوی وي.
۲. د کورنیو چارو وزارت برحال افسر او یا ساتنمن وي.
۳.د جسمي او رواني روغتیا لرونکی وي او په نشه يي توکو روږدی نه وي.
۴. د کانکور په ازموینه کې د نوم لیکنې په وخت کې د اړونده قطعې (ادارې) لخوا رسمآ معرفي شوي وي او د موافقې فورم یې تائید او خانه پوري شوی وي.
۵. د ګډون پر مهال یې عمر باید له (۴۵) کلونو څخه لوړ نه وي. 
۶. په بریالي توګه د کانکور ازموینه ترسره کړي
۷. د لایحې د حکم سره سم هر نوماند مکلف دی چې د کانکور په ازموینه کې د ګډون لپاره اوه سوه (۷۰۰) افغانۍ ورکړي.
۸. د یو زده کړیز سمستر فیس څلور زره (۴۰۰۰) افغانۍ ټاکل شوی دی.
مینوال کولای شي له شنبې ورځ  ۱۸/۳/۱۴۴۶نېټې چې له ۳۱/۶/۱۴۰۳ سره سمون لري، تر (۱۵) ورځو د سهار له (۹) د ماښام تر (۵:۳۰) بجو پورې مراجعه وکړي او د اړتیا وړ اصلي سندونو (د تابعیت پېژندپاڼه، د دولسم ټولګي یا معادل شهادتنامه، د نوم لیکنې پروخت (۶) قطعې عکسونه او د اړونده قطعې (ادارې) د معرفي او موافقې فورم یا مکتوب) د مراحلو بشپړولو او د کانکور په ازموینې کې د ګډون کارت اخیستلو په موخه، په مرکز کې د پولیسو اکاډمۍ لویې قوماندانې چې د سیلو افشارو، کابل پولیتخنیک پوهنتون ترڅنګ موقعیت لري او په ولایتونو کې (کندهار، هلمند، هرات، بلخ، کندز، ننګرهاراو پکتیا) ولایتي ډيپارټمنټونوته مراجعه وکړي.
یادونه: البته د ازموینې نېټه او ورځ وروسته اعلانېږي.

مطبوعاتي اعلامیې

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۱۰:۷
Background image

د پولیسو اکاډمۍخبرتیا

د پولیسو اکاډۍ د ۱۴۰۳/۱۰/۴ نېټې د خبرتیا په تعقیب چې په یاده اکاډمۍ کې د ماسټرۍ پروګرام د نوملیکنې په موخه خپره شوې وه یو ځل بیا ټولو مینوالو ته خب

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۰:۲۱
Background image

خبرتیا

پېښو ته د رسېدو او اطفایې لوی ریاست د اورلګېدو د مخنیوي او د ګرانو هیوادوالو د ځان، مال او شتمنیو د ساتنې په موخه له ټولو دولتي او شخصي مؤسساتو او

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۰:۵۴
Background image

د پولیسو اکاډمۍ عمومي قوماندانۍ د ماسټري برنامې خبرتیا

د کورنیو چارو وزارت د مرکزي ادارو او قطعاتو ټولو منسوبینو ته چې، غواړي د ماسټري برنامې د جزاء حقوقو او جرم پیژندنې، ادارې او عامه پالیسۍ په څانګو ک

Back to announcements