د پولیسو اکاډمۍ لویې قوماندانۍ خبرتیا
د پولیسو اکاډمۍ بېلابېلو پوهنځیو ته په شرایطو برابر مینوالو ته چې پخوا یې فزیکي معاینات په بریالیتوب سره ترسره کړي او د ازموینې د ملي ادارې فورمې یې تر لاسه کړي دي، خبر ورکول کیږي چې ژر تر ژره دې د فورمو پړاونه تر سره او د اړوندو ادارو له تائید څخه وروسته تر راروانې شنبې ۱۳/۸/۱۴۴۵ هـ ق (۵/۱۲/۱۴۰۲) نېټې پورې دې ټاکلي کمیسيون ته وسپاري، ترڅو ګډون یې د کانکور په ازموینه کې ومنل شي.
د یادې نېټې څخه وروسته فورمې نه اخیستل کیږي.