د پولیسو، خلکو او منبر برنامو لړۍ نن پیل شوه
د پولیسو، خلکو او منبر برنامو لړۍ نن د کورنیو چارو د وزیر محمدمسعود اندرابي، د هیواد د څلور دیرشو ولایتونو د علماوو شورا مشر، د حج او اوقافو وزارت د جوماتونو د لوی رییس، د عمریه مدرسې د مشر، متنفذینو او د کابل ښار د څلورمې ناحیې د ګذر وکیلانو په حضور کې د حضرت زکریا په جامع جومات کې پیل شوې.
د دې برنامو حاضرو عالمانو د کورنیو چارو د وزیر د دې طرحې د استقبال سربېره وویل چې د پولیس او منبر برنامه د پولیسو او عالمانو تر منځ د اړیکو د ټینګولو سیده لاره ده او له دې کړنې یې ستاینه وکړه.
دوی د جرم پدیدې پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د خلکو د بسیج په پار - عالمانو ته د مخه کولو له امله د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه له ملاتړه مننه او درناوی وکړ او له خپلو امنیتي ځواکونو سره یې د هر ډول همکارۍ ټټر وډبوه.
د یادې کتنې په لړ کې د کورنیو چارو وزیر محمدمسعود اندرابي د خلکو او پولیسو تر منځ پر همغږۍ په تېره بیا د عالمانو د نقش په تړاو خبرې وکړې او د امنیت د ټینګښت او همداراز د جرمونو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې یې د هېواد د دیني عالمانو نقش مهم یاد کړ.
محمدمسعود اندرابي جوماتونه د اند او ټولنیزو اخلاقو د پراختیا ځای یاد کړ او ویې ویل چې د پولیسو او عالمانو تر منځ به دوامداره اړیکه رامنځته شي او د وضعیت د ښه والي په برخه کې به د دوی له ګټورو سلا مشورو د پام وړ ګټه واخیستل شي.