د پنجشیر ولایت لپاره د طالب ترهګرو نومول شوی د والي مرستیال ذوالفقار د ۵ ترهګرو سره ووژل شول

moi-af
یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۳ - ۱۰:۱۰
xz
 
د ملي پولیسو ځانګړو قطعاتو ځواکونو د یو لړ ځانګړو او چاڼيزو عملیاتو په ترڅ کې چې تېره شپه یې د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې ترسره کړل د یادو عملیاتو په ترڅ کې یې د نجراب ولسوالۍ د اهنګرانو سیمه کې د عبدالاحد مشهور په ذولفقار چې د پنجشیر ولایت لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی مرستیال و او د وسله والو طالبانو د نظامي کمېټې مسئول هم و له خپلو پنځو تنو ملګرو سره یو ځای ووژل شو.
دغه راز په دغه عملیاتو کې د وسله طالبانو څخه لاسي بمونه، راکټ انداز، نظامي تجهیزات او لسګونه میله سپکې او درنې وسلې د ملي پولیسو ځانګړو قطعاتو منسوبینو لاس ته لویدلي او یو شمېر وسایط یې هم لمنځه تللي دي.
د یادونې وړ ده چې د وسله والو طالبانو دغه نومول شوي مرستیال د کاپیسا ولایت او د یاد ولایت هم سرحده ولایتونو او یو شمېر سیمو په ناامنیو کې هم اساسي رول لره.