د پنجشیر له والي الحاج حافظ محمد اغا حکیم سره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، آغلې روزا اوتمبایووا او مل پلاوي ولیدل.

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۹:۳۸
asdfadfa

پنجشیر ته د اغلې روزا اوتمبایووا د سفر په مهال نوموړې له ښاغلي حکیم سره پنجشېر کې ډاډمن امنیت، اقتصادي پرمختياوې، خلکو او نظام ترمنځ نږدې همغږي، نشه یي توکو سره مبارزه او نور بېلابېل پرمختګونه وستایل او د کانونو په برخه کې د نړیوالو شرکتونو او سفارتونو د پام را اړونې، خلکو ته د کاروبارونو لپاره د کوچنیو پورونو د ورکړې، د تورېزم صنعت پر پیاوړتیا او  د بې سوادۍ پر له منځه وړلو بحث او خبرې اترې وکړې.

اغلې "اوتمبایووا" ډاډ څرګند کړ چې دوی په پنجشیر کې په بېلابېلو برخو کې یاد ولایت سره د ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دي او  په خبره یې چې هغه بنسټونه چې د یاد سازمان په چوکاټ کې کارکوي، دوی به یې پنجشیر ولایت سره د همکارۍ لپاره متوجې کړي.

همداراز، دواړه لوریو له شته فرصتونو څخه پر استفادې او همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.