د پلازمېنه کابل د روږدو د درملنې مرکزونو سره ترکیې هیواد او افغان سرې میاشتې مرسته وکړه

د کورنیو چارو وزارت نشه يي توکو سره د مبارزې مرستیالۍ د ملکي چارو مرستيال الحاج مولوي عبدالرحمن قاسمي د ترکيې هیواد او افغان سرې میاشتې فدراسيون له مرستو مننه وکړه او له ټولو بنسټونو، سوداګرو او په ځانګړي ډول له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل، چې نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
په دغو مرستو کې ۹۰ ټنه د ډبرو سکاره، ۲۰ زره لېټره ډېزل تېل، ۳ زره لېټره پېټرول، ۳۰ ټنه څېړۍ لرګي، پنځه ټنه ارچه لرګي، ۶۰ ترکي بخارۍ او ۶۰ متره ټوکر شامل دی.