د پروان ولایت نوی والي په رسمي ډول معرفي شو

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۰:۲۶
afa

​الحاج شیخ عزیزالرحمن منصور د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې او د مسوولینو په شتون کې د پروان ولایت د نوي والي په توګه معرفي او په رسمآ یې خپله دنده پیل کړه.

په هغو مراسمو کې چې په یاد ولایت کې جوړ شوي وو، د پروان پخواني والي مفتي محمد ادریس انوري، د علماوو شورا رئیس، امنیه قوماندان، د استخباراتو رئیس او د محلي ادارو نورو مسوولینو ګډون درلود.
په دې مراسمو کې د پروان امنیه قوماندان قاري محمد جاوید ضیاءالرحمن د پخواني والي خدمتونه وستایل، د نوي والي د ټاکل کېدو له کبله یې مبارکي وویله او له نوي والي څخه یې پر ملاتړ او اطاعت ټینګار وکړ.

د پروان نوي والي الحاج شیخ عزیزالرحمن منصور وویل چې دا مسوولیت یې ولس ته د خدمت او د هغوی چارو ته د رسېدنې په موخه منلی او په دې لاره کې به خپله وروستۍ هڅه او همت په کار واچوي. نوي والي همداراز د مشرانو او د پروان د خلکو له باور او ملاتړ څخه مننه وکړه.