د پاسپورت عمومي ریاست خبرتیا!

moi-af
xv

درنو هېوادوالو!
لکه څرنګه چې تاسې ټول خبر یاست د روان کال د لړم میاشتې په ٢٤مه نېټه د پاسپورت عمومي ریاست فعالیت د بایومتریک په دستګاوو کې د تخنیکي ستونزو له امله درېدلی و، چې د دې ریاست د رهبري په هڅو او د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت په ملاتړ د اړتیا وړ تخنیکي وسایل او تجهیزات چمتو او پاسپورت عمومي ریاست خپلو هېوادوالو ته د ښو خدماتو د وړاندې کولو لپاره بیا چمتو دی. د یادونې وړ ده، هغه کسان چې وار له مخه یې انلاین فورمونه ډک کړي او د پاسپورت محصول یې تحویل کړی دی، لومړیتوب لري او کولای شي چې د خپل نوبت په اساس د چمتو شوي جدول مطابق د خپلو اسنادو د طی مراحل کولو لپاره دې ریاست ته مراجعه وکړي.

د چمتو شوي جدول مطابق د روان کال د جدې میاشتې تر ٢٠مې نېټې پورې د ذکر شویو غوښتونکو انلاین فورمونه طی مراحل کېږي. د پاسپورت عمومي ریاست مسوولین د خپلو درنو هېوادوالو ستونزو ته په پام هره ورځ د انلاین فورمونو له لارې ٥٠٠ تنه د پاسپورت نوي غوښتونکي مني، چې له ذکر شوې نېټې وروسته به د نوبت پروسه بشپړه او هره ورځ به د درې زرو نویو غوښتونکو د ثبت نام بهیر پیل شي.

مطبوعاتي اعلامیې

شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۶ - ۱۰:۰
Background image

خبرتیا! 


د شخصي، بې اسنادو او باقياتو لرونکو وسايطو مالکانو د پام وړ!

دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۴ - ۱۰:۴۱
Background image

خبرتیا! 

د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه د 31 مې غونډې پربنسټ، چې له 13/1/1402نېټې سره  برابره ده، پرېکړه وشوه چې؛

یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۳ - ۱۱:۶
Background image

د اسلامي امارت مجاهدینو او منسوبینو د وسلو ګرځولو او اجازت لیک په اړوند د کورنیو چارو وزارت خبرتیا ! 

د کورنیو چارو وزارت د غیرمسوول وسله والو، له قانونه د ناسمه ګټه اخیستونکو کسانو د پېژندلو او غوره امنیتي تدابیرو په موخه په ټول هیواد کې لازمه ګڼي،

Back to announcements