د ولایتونو په امنیه قومندانیو کې د میلاد النبي په مناسبت د قرآنکریم ختم ترسره شو

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۹ - ۸:۳۰
a

د لړم ۱۸مه د شنبې ورځ چې د ربیع الاول له ۱۲مې نېټې سره سمون درلود، د حضرت محمد مصطفي "صلی الله علیه وسلم" د زوکړې له ورځې سره برابره وه.
تېره ورځ میلاد النبي "صلی الله علیه وسلم" د ولایتونو د امنیه قومندانیو په کچه چې د هرات، نورستان، زابل، کاپيسا، لغمان، بغلان او خوست ولایتونو امنیه قومندانۍ او د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو عمومي قومنداني هم پکې شامله وه؛ د قرآن عظیم الشان د ختم مراسم پکې ترسره شول.
د ختم پدې مراسمو کې د یادو جزوتامونو د منسوبینو په ګډون علماوو او روحانیونو هم ګډون درلود.
د ولایتونو امنیه قومندانانو د قرآنکریم د ختم مراسمو په پای کې وویل، چې د پیغمبر اکرم "صلی الله علیه وسلم" لار د اعتدال، خوی یې نرم او پیام یې د سولې و.
دیني عالمانو هم ترهګري او افراطیت د نبي کریم "صلی الله علیه وسلم" د سنتو او دیني ارزښتونو مخالف یاد کړل او له افراطي ډلو یې وغوښتل، چې له وحشتونو لاس په سر شي او د اعتدال لار چې د نبوي سنتو صرېح حکم دی، خپله کړي.