د وروستیو سیلابونو پرمهال لسګونه کسان ژغورل شوي او ژغورونکي ټیمونه د پېښو ځای ته ورغلي

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۳ - ۱۵:۲
XVCZXVZ

 

د کورنیو چارو وزارت پېښو ته د رسیدو او اوروژنې ریاست منسوبینو په هیواد کې د ورستیو سختو سیلابونو پرمهال د ګڼو هیوادوالو ژوند ژغورلی او پر وخت پېښو ته رسیدلي دي.
د کابل پېښو ته د رسیدو او اوروژنې لوی ریاست ژغورونکو ټیمونو د یاد ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د ورستیو سیلابونو پرمهال د لوړې غونډۍ او ارغندۍ سیمو کې د شپږو هیوادوالو جسدونه موندلي او کورنیو ته یې سپارلي دي اوهم یې دپېښو له ځایه لسکونه ټپيان روغتونونو ته لیږدولي دي. 
 دې ته ورته، د ننګرهار په شپږو ولسوالیو کې د وروستیو سیلابونو له کبله ګڼ شمېر هیوادوالو مالي زیانونه لیدلي دي، چې کرنیزې ځمکې، کانالونه، سربندونه او څاروي یې له منځه وړي دي. د یاد ولایت پېښو ته د رسیدو او اور وژنې ځایي مسولین وایي، چې زیانمنو سیمو ته یې په وخت ژغورونکي ټیمونه لیږلي دي.
بل لور ته، د پکتیکا ولایت مرکز، یحی خېلو، جانخېلو، خوشامند، وړممۍ، سروبي، ارګون او ځینو نورو ولسوالیو کې د تېري ورځې اورښتونو او سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.
همداراز، د غزني ولایت پېښو ته رسیدو او اور وژنې ریاست منسوبینو د یاد ولایت مرکز او دریمې حوزې اړوندو کلیو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۲ هیوادوال، چې په اوبو کې ګېر وو، ژغورلي دي.