د هېواد په ۷ ولایتونو کې له ۱۶ ماین چاودنو مخنیوی شوی

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱/۲۰ - ۹:۷
004

د هرات، بدخشان، غور، سرپل، زابل، پکتیا او فاریاب ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو د ۱۶ کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.

له دې منځه ترهګرو د اسلام قلعې پر لویه لار یو کړۍ ماین، په ادرسکن ولسوالۍ کې درې کړۍ ماینونه، ګردېز ښار کې درې کړۍ ماینونه، غور کې دوه کړۍ ماینونه، میمنې ښار او قرمقول ولسوالۍ کې څلور کړۍ ماینونه،  بهارک ولسوالۍ کې یو کړۍ ماین، سرپل کې یو کړۍ ماین او د زابل په مرکز کلات ښار کې یو کړۍ ماین د ملکي مرګ ژوبلې په هدف ځای پر ځای کړي وو، چې د تېرو دوه ورځو په لړ کې د پولیسو لخوا پر وخت کشف او له منځه وړل شوي دي.

د دې ماینونو په کشف او شنډ سره له ګڼو ملکي مرګ ژوبلو مخنیوی شوی دی.