د هېواد په ۶ ولایتونو کې ۱۴ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۵ - ۱۱:۲۴
7

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د هېواد په شپږو ولایتونو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۴ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ کابل کې یو کس، بدخشان کې دوه تنه، ننګرهار کې اوه تنه، فاریاب کې دوه تنه، دایکندي کې یو کس او همدارنګه سمنګان کې هم یو کس نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه ۲۷ کیلوګرامه تریاک، ۲۰ کیلوګرامه ښيښه، یو کیلوګرام هیرویین، دوې قبضې تومانچې او همدارنګه د نشه يي توکو د پلور له درکه ۶۳۵۰۰ افغانۍ هم ترلاسه شوې دي.