د هېواد په څو ولایتونو کې نږدې ۲۰۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکي او زرګونه نشه‌يي ګولۍ کشف او ضبط شوې

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۱۲
asdfdasf

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې شرطې ځواکونو له لوري د هېواد په څو ولایتونو کې ۶۸ کیلوګرامه ایف په کندهار، ۵۲ کیلوګرامه ایف او نږدې ۱۷ کیلوګرامه تریاک په فراه، ۳۲ کیلوګرامه تریاک په بادغیس، ۱۹ کیلوګرامه چرس په پکتیکا او ۴ زره او ۳۰۰ نشه‌يي ګولۍ په ننګرهار ولایت کې کشف او ضبط کړي دي.

د یادو نشه‌يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ۱۰ تنه هم نیول شوي، چې د اړوندو دوسیو له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.