د هېواد په څو ولایتونو کې د ۸۶ کیلوګرامه نشه‌یي توکو او څه باندې ۲۴ زره نشه‌یي ګولیو کشف او ضبط

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۱:۳۳
adsfasdf

د شرطې ځواکونو د جلا جلا عملیاتو په پایله کې، د نیمروز، بدخشان، بادغیس، کندهار، هرات او کابل ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې ۸۶ کیلوګرامه بېلابېل نشه‌یي توکي او څه باندې ۲۴ زره نشه‌یي ګولۍ کشف او ضبط شوې دي.

د یادو نشه‌یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۹ تنه هم نیول شوي، چې د دوسیو تر بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.