د هېواد په څو ولایتونو کې د نشهيي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۸۰ تنه نیول شوي
د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د خپلو عملیاتو په ترڅ کې، ۸۰ تنه د نشهيي توکو د قاچاق او پلور په تړاو په کندهار، کونړ، ننګرهار، کاپیسا، کندوز، سمنګان، بامیان، پروان، لغمان، بغلان، جوزجان، فراه او خوست ولایتونو کې نیولي دي.
د نیول شویو کسانو څخه څه باندې اته کیلوګرامه چرس، درې زره او ۶۰۰ دانې نشهيي ټابلیټونه او یو اندازه شیشه هم ترلاسه شوې ده.