د هېواد په څلورو ولایتونو کې ۹ تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۱ - ۱۶:۶
1

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د نشه يي توکو د پلورونکو او قاچاقبرانو د نیولو په دوام د هېواد په څلورو ولایتونو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې نهه تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ په دایکندي ولایت کې درې تنه، په پروان ولایت کې یو کس او همدارنګه په نیمروز ولایت کې هم یو کس له یو اندازه هیرویینو، ښيښه او تفنګچې سره یو ځای نیول شوي دي.
په همدې حال کې؛ دې ځواکونو د کابل ولایت د اومې، لسمې، یوولسمې او دولسمې ناحیو په اړوند سیمو کې هم د څو جلا عملیاتو په پایله کې د نشه يي توکو څلور پلورونکي له لسګونه قرصه نشه کوونکو تابلېتونو، چرسو او څلوېښت زره افغانیو سره نیولي دي.