د هېواد په څلورو ولایتونو کې ۷ تنه د نشه‌يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۲ - ۱۰:۱۲
6

د هرات، غزني، کندوز او ننګرهار ولایتونو د امنیه قوماندانیو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو د څو جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې اوه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه؛ په هرات ښار کې یو کس د یو کیلوګرامه "ښيښه، پوډرو او تریاکو"، په غزني ښار کې دوه تنه د نشه يي توکو د پلور، د کندوز ښار د څلورمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې دوه تنه له ۴۱ قرصه "کا" نشه کوونکو تابلېتونو او ۴۱ بوتله الکولي څښاکو او همدارنګه په ننګرهار ولایت کې هم دوه تنه د ۹ کیلوګرامه "ښيښه" د قاچاق په تړاو نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.