د هېواد په څلورو ولایتونو کې ۱۶ تنه د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ونیول شول
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په کابل، هرات، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۶ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ د هرات ښار په دویمې، پینځمې، شپږمې او لسمې ناحیو کې ۱۰ تنه د دوه کیلوګرامه چرسو او څو لیتره الکولي څښاکو د پلور او قاچاق، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځانګړو ځواکونو د نشه يي توکو یو قاچاقبر له څه باندې ۱۰۰۰ نشه کوونکو تابلېتونو او همدارنګه په ننګرهار کې هم یو قاچاقبر له ۱۷ کیلوګرامه چرسو سره یو ځای نیول شوي دي.
په همدې حال کې؛ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په بلخ کې د نشه يي توکو څلور حرفوي قاچاقبران له څه باندې ۶۰۰۰ لیتره الکولي څښاکو او نږدې پینځه کیلوګرامه "چرسو، ښيښه، هیرویینو او تریاکو" سره نیولي دي.