د هېواد په څلورو ولایتونو کې ۱۱ تنه د وژنې، وسله والو غلاو او د غیرقانوني وسلو د لېږدونې په تړاو ونیول شول

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۵ - ۱۳:۴۱
8

د هرات، کندهار، لوګر او تخار ولایتونو د امنیه قوماندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۱ تنه د وژنې، وسله والو غلاو او د غیرقانوني وسلو د لېږدونې په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه؛ د هرات ښار په درېیمه ناحیه کې یو تن د قتل او څلور تنه د غلا، په کندهار ښار کې د موبایل دوه متکرر غله، د لوګر په پل علم ښار کې دوه غله او همدارنګه د تخار ولایت د تالقان ښار په لومړۍ ناحیه کې دوه تنه د غیرقانوني وسلو د لېږدونې په تړاو نیول شوي دي.