د هېواد په څلورو ولایتونو کې وسلې او مهمات ونیول شول

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۴:۵۳
adfafd

ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د څو  پلټونکو او  چاڼیزو جلا عملیاتو پایله کې ۱۳ میله وسله په فاریاب، څلور میله وسله او یوه اندازه مهمات په بلخ، یوه اندازه مهمات په پروان او یو میل وسله د سمنګان ولایت په مربوطاتو کې چې په ناقانونه بڼه ساتل کېده کشف کړي او ضبط کړي دي.

د نیول شوو وسلو په تړاو درې تنه په فاریاب او یو تن د سمنګان ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي چې د لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.