د هېواد په څلورو ولایتونو کې له ۱۰ ماین چاودنو مخنیوی شوی

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۴ - ۱۱:۲۳
7

د ملي پولیسو منسوبینو د سرپل، پکتیکا، بدخشان او ننګرهار ولایتونو په اړوند سیمو کې له ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي او د غوره امنیت د ټینګښت په پار څو کشفي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د ۱۰ کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو یاد ماینونه په تازه‌ګۍ سره د سرپل ولایت د مرکز په اړوند "کنجک او لودین" سیمو کې، د پکتیکا ولایت په سروبي ولسوالۍ او د مرکز ښرنې په "قلعه کهنه" سیمه کې، د بدخشان ولایت په بهارک ولسوالۍ او همدارنګه د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار د نهمې ناحیې په اړوند سیمو کې د ترورېستي پېښو په موخه ځای پر ځای کړي وو.
د یادونې وړ ده، چې د دې ماینونو په کشف او شنډ سره له ګڼو ترهګریزو بریدونو چې د ملکي مرګ ژوبلې او د عام المنفعه ځایونو د ویاړېدو لامل کېدل، مخنیوی کړی دی.