د هېواد په څلورو ولایتونو کې شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول
![7](/sites/default/files/2021-02/142207538_1922997064504848_3667428853608201088_o_14.jpg)
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د فاریاب، ننګرهار، پکتیا او بلخ ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ فاریاب کې یو کس، ننګرهار کې درې تنه، پکتیا کې یو کس او همدارنګه په بلخ کې هم یو کس نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې له نیول شویو کسانو څخه ۸۰ کیلوګرامه تریاک او ۴۳ کیلوګرامه چرس هم ترلاسه شوي او د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.