د هېواد په څلورو ولایتونو کې شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول
![7](/sites/default/files/2020-10/120795465_1822303167907572_346513114170669271_o_0.jpg)
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل، تخار، پنجشېر او خوست ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د دې کسانو له منځه؛ د کابل د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې دوه تنه د یو کیلوګرام هیرویینو د قاچاق، د تخار ولایت په کشم ولسوالۍ کې دوه تنه له څه باندې ۱۰ کیلوګرامه هیرویینو سره، په پنجشېر ولایت کې هم یو کس له ۱۳ کیلوګرامه چرسو او همدارنګه د خوست ولایت په تنۍ ولسوالۍ کې یو کس د ۱۹ کیلوګرامه چرسو د پلور په تړاو نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.