د هېواد په څلورو ولایتونو کې د دوه ښځو په ګډون ۱۲ تنه د وژنې او وسله والو غلاو په تړاو ونیول شول

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۹/۸/۳ - ۱۰:۴۱
6

د بغلان، بلخ، کاپیسا او لغمان ولایتونو د امنیه قوماندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې د دوه ښځو په ګډون ۱۲ تنه د وژنې او وسله والو غلاو په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه؛ په مزارشریف ښار کې شپږ وسله وال غله، په کاپيسا کې دوه ښځې د وسایطو د غلا، په مهترلام ښار کې دوه غله او په پلخمري ښار کې هم دوه تنه د وژنې په تړاو نیول شوي دي.