د هېواد په څلورو ولایتونو کې اوه تنه د جنايي جرمونو او اداري فساد په تور ونیول شول

د کندوز، لغمان، بلخ او بامیان ولایتونو د امنیه قوماندانیو منسوبینو د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې اوه تنه د وسله والو غلاو، اداري فساد، د مرګ ګواښ او د غیرقانوني وسلو د لېږدونې په تړاو نیولي دي.
له دې منځه د کندوز ښار په لومړۍ ناحیه کې یو کس د اداري فساد او بل کس د مرګ ګواښ، د بامیان ولایت په پنجاب ولسوالۍ کې دوه وسله وال غله له یو میل کلاشینکوف سره، د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د وسایطو یو غل له یوې عرادې واسطې سره یو ځای او همدارنګه بل کس د شکونې په تړاو او د لغمان ولایت د مهترلام ښار په لومړۍ ناحیه کې یو نامسووله وسله وال له دوه قبضو تفنګچو سره یو ځای نیول شوي دي.