د هېواد په پینځو ولایتونو کې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله واوښته

ترهګرو طالبانو په خوست، فاریاب، دایکندي، تخار او پکتیا ولایتونو کې د ملي امنیتي ځواکونو پر پوستو ګڼ بریدونه سازماندهي کړي وو، چې د امنیتي ځواکونو له کلک ځوابیه غبرګون سره مخ شوي او له امله یې ترهګرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
یادې نښتې د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د خوست ولایت د موسی خېلو ولسوالۍ په "دومنده" سیمه، د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په "ارضلیک" کلي، د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالۍ په "سرتګاب" سیمه، د تخار ولایت د چاه اب ولسوالۍ په "ایزنه، سیاه جر، پای شاف او سیاه دره" کلیو او د پکتیا ولایت د احمدابا ولسوالۍ په "مچلغو" سیمه او همدارنګه د سیدکرم ولسوالۍ په "چینو" سیمه کې رامنځته شوې؛ چې په ترڅ کې يې د ترهګرو طالبانو د دوه کلیدي غړي په ګډون ۱۷ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان شوي دي.
په خواشینۍ سره چې د تخار ولایت په چاه اب ولسوالۍ کې دوه ملکي وګړي شهیدان شوي او د یوه پولیس سرباز په شمول درې نور ټپيان دي او همداراز د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې هم یو ماشوم شهید شوی او دوه ملکیان ژوبل شوي دي.